Politicians and Election, Vote in Freedom, Actively Participate in Democracy, Vote for Change, Online referendum
left right

> Afghanistan > Politicians > Ali Ahmad Jalali
علي احمد جلالي  علي احمد جلالي 
علي احمد جلالي 
استاد دانشگاه و سیاستمدار آمریکایی در افغانستان. | An Afghan American professor and statesman.


علي احمد جلالي



ډاکټر علي احمد جلالي (په انگرېزي: Ali Ahmad Jalali) (د ۱۳۲۳ لمريز کال غزني) يا (۱۳۱۹ لمريز کال کابل) يوافغان ليکوال او د افغانستان د کورنيو چارو پخوانى وزير دى. نوموړى دا مهال د واشنگټن په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد دى.



علي احمد جلالي ، د غلام جيلاني جلالي زوی ، د ځينو سرچينو پر بنسټ په غزني او د ځینو نورو پر بنسټ په کابل کې پر ۱۳۱۹ يا هم ۱۳۲۳ لمريز کال زېږېدلی دی . لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کابل په حبیبيه لېسه کې پای ته رسولې دي . لوړې زده کړې یې په حربي پوهنتون کې سرته ورسولې . له حربي پوهنتون څخه تر فارغیدو وروسته یي په امریکا متحدو ایالتونو کې لوړو پوځي زده کړو ته ادامه ورکړه . له هغی وروسته یی د انگلستان دارکان حرب له کالج څخه ‌ډیپلوم ترلاسه کړ. دامریکا د کلیفورنیا د سمندري دفاع په کالج کې یې نورې زده کړې هم وکړې او د سیاسي علومو په څانگه کې یې د فوق لیسانس ډیپلوم د "باستون" پوهنتون د سیاسي علومو له انستیتوب څخه هم تر لاسه کړ.



علي احمد جلالي د افغانستان په اردو کې تر شل کاله خدمت وروسته د شوروي یرغلگرو پر ضد جهاد پیل کړ او پر ۱۳۶۱ لمریز کال یې دامریکا متحدو ایالاتو ته هجرت وکړ . نوموړی پر ۱۳۸۱ لمریز کال بېرته خپل هېواد ته راستون شو. په هغه موده کې چې جلالي په امریکا کې وو، په امریکا غږ راډیو کې د پښتو ، فارسي او دري ژبو د څانگي رئیس وو . نوموړي ددې تر څنگ د انگلستان په لوړو پوځي موسسو کې لکچرونه اورول . جلالي له ۱۳۸۱ لمریز کاله څخه د۱۳۸۴ لمریز کال تر نیمایي پورې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی. نوموړي وروسته د اکاډميکو فعاليتونو د دوام لپاره له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو د اسې اوازې هم وې، چې گواکې علي احمد جلالي له هېوادمشر حامد کرزي سره د واليانو د ټاکلو او د هغو دولتي چارواکيو پر سر، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن ول، مخالفت وښود چې دغه مخالفت د ده د استعفا لامل وگرځېد . ځينې سرچينې بیا وايي چې نوموړي د ۲۰۰۳ زېږدي کال له جنوري څخه د ۲۰۰۵ زېږدي کال تر اکتوبر پورې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توگه دنده ترسره کړي ده . علي احمد جلالي په ۱۹۸۲ ـ ۲۰۰۳ کلونو کې له امریکا غږ راډیو سره د خپلې دندې پر مهال د افغانستان، ایران او تاجکستان لپاره د پښتو، دري فارسي ژبو د خپرونو مشري په غاړه درلوده . د یوه ژورنالیست په توگه يې په ۱۹۸۲ ـ ۱۹۹۳ کلونو کې د افغانستان جگړه او په ۱۹۹۳ ـ ۲۰۰۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد منځنۍ اسيا حالات تر کتنې او څېړنې لاندې راوستي ول . نوموړي د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ آسیا جمهوریتونو ته سفرونه هم کړي دي . علي احمد جلالي د افغانستان او مځنۍ آسیا ، د سیاسي ، پوځي او فرهنگي حالاتو په اړه ډېر کتابونه او مقالي ليکلې دي . په امریکا، انگلستان ، افغانستان ، پاکستان او ایران کې يې په انگلیسي ، پښتو ، دري ، عربي ، ترکي ، فرانسوي ، ژبو اثار چاپ شوي دي. دده نوی کتاب (( آن سوی کوهستان)) نومیږي چي په امریکا او اروپا کې په انگلیسی ژبه چاپ شوی او د شوروي پرضد د افغانستان د خلکو جهاد په اړه پکې پوځي کتنه شوې ده. د افغانستان پوځي تاریخ په دوو ټوکو کې ، د جلالي د نورو مهمو اثارو په ډله کې راځي چې د یوه اخځ په توگه ورځني په بیلا بیلو برخو کې کار اخیستل کېدای شی. علي احمد جلالي له زرو څخه ډیرې مقالې او څه د پاسه شل عمده اثار ليکلي دي . علي احمد جلالي په فرانسوي، روسي او ترکي ژبو پوهېږي او په دې ټولو ژبو کې لیکنه او روانې خبرې کولی شي.


source in Pashto





Ali Ahmad Jalali (born 1940) is an Afghan American and a Distinguished Professor at the Near East South Asia Center for Strategic Studies of the United States' National Defense University. He is also a former Interior Minister of Afghanistan, serving in that position from January 2003 to September 2005.


Military career and politics

He is a former colonel in the Afghan National Army and was a top military planner with the Afghan resistance following the Soviet invasion of Afghanistan. He attended higher command and staff colleges in Afghanistan, the United States, Britain, and Russia, and has lectured widely. A U.S. citizen since 1987, Jalali left his job as a broadcaster for VOA to become the Interior Minister of Afghanistan. Jalali replaced Taj Mohammad Wardak in January 2003. Prior to joining the Afghan government, Jalali lived with his family in suburban Maryland. His family remains there. He has a son, 36, and a daughter, 31.


He has written extensively about the military of Afghanistan for scholarly journals and the mass media, in addition to reporting on Afghanistan and Central Asia for VOA for almost two decades. Jalali is the author of several books, including a three-volume military history of Afghanistan. His most recent book, The Other Side of the Mountain (2002), co-authored with Lester Grau, is an analytical review of the Mujahedin war with the Soviet forces in Afghanistan from 1979 to 1989.


Jalali wrote an influential critique in the spring of 2002 of the U.S. military role in Afghanistan, arguing that the way the United States used local chieftains in the War on Terrorism "enhanced the power of the warlords and encouraged them to defy the central authorities." He later softened his criticism but pointed out that local militias still play a significant role in working with the U.S. military.


In January 2009 an article by Ahmad Majidyar of the American Enterprise Institute included Jalali on a list of fifteen possible candidates in the 2009 Afghan Presidential election. But according to Chapter Three, Article Sixty Two of Afghanistan Constitution an Afghanistan citizen shall be the president of Afghanistan. Since Afghanistan has not signed any dual citizenship accords, it would have been necessary for him to renounce his American citizenship and gain Afghan citizenship before seeking the office. Jalali did not complete these steps, and was not listed on the ballot in August 2009.



24.3.09, 10.03.2011

updated: 2014-04-08

icon Ali Ahmad Jalali
icon Ali Ahmad Jalali
icon Ali Ahmad Jalali
icon Ali Ahmad Jalali
icon Ali Ahmad Jalali
icon Ali Ahmad Jalali

ElectionsMeter is not responsible for the content of the text. Please refer always to the author. Every text published on ElectionsMeter should include original name of the author and reference to the original source. Users are obliged to follow notice of copyright infringement. Please read carefully policy of the site. If the text contains an error, incorrect information, you want to fix it, or even you would like to mange fully the content of the profile, please contact us. contact us..

load menu