Politicians and Election, Vote in Freedom, Actively Participate in Democracy, Vote for Change, Online referendum
left right

Details Taliban

> Afghanistan > Parties > Taliban
 Taliban  Taliban
د طالبانو اسلامي غورځنگ | The Taliban (or Taleban) is an Islamic fundamentalist political movement in Afghanistan.





طالبان (کينډۍ  الطلاب, مانا "د مدرسې زده کوونکي"), د يوه سني اسلامي سياسي غورځنگ نوم دی چې له ۱۹۹۶ ز. کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې په افغانستان کې واکمن وه. دغه غورځنگ له ۲۰۰۴ ز. کال نه راپدېخوا يوځل بيا په ډلو او گروپونو کې سره راغونډ او د افغانستان د برحاله حکومت، امريکا او د آيساف د ځواکونو پر وړاندې جنگېږي او تر ډېره حده پورې د افغانستان او پاکستان په پښتون مېشتو ولايتونو او سيمو کې واکمن دي. که څه هم په لومړي سر کې یواځې پښتانه طالبان ول، مگر اوسمهال دا غورځنگ یو نړیوال اسلامي غورځنگ باندې اووښتې دی او مختلف توکمونه پکې را گډ شوي دي چې په دو کې د ازبکان، تاجکان، چېچېنيان، عربان او پنجابيان د يادولو وړ توکمونه دي. دم مهال طالبان په افغانستان او د ديورنډ د پولې نه هاخوا په پاکستان کې په خپلو سياسي او جگړه ايزو فعاليتونو بوخت دي. د امريکا د متحده ايالاتو چارواکي په دې نظر دي چې د طالبانو مرکز يه په کوېټه او يا هم کوېټې ته نژدې واقع دی او د پاکستان او ايران هېوادونه يې سياسي او لوژيستيکي ملاتړ کوي،, خو د پاکستان او ايران هېوادونه د امريکايانو دا ادعا ردوي.


ملا محمد عمر اخوند، چې په يوه نامالومه ځای کې پټ دی، د طالبانو مشر لارښود دی. د ملا عمر په بولندويان کې "د پخواني پوځي قومندانانو او د مدرسې د ښوونکو له ډلې نه وه," خو د دغه غورځنگ جنگيالي بيا اکثرا هغه افغان مهاجر وه چې د پاکستان په اسلامي مدرسو کې يې ديني درسونه بشپړ کړي وه. طالبانو د پاکستان د حکومت په ځانگړي توگه د پاکستان د څارگرې ادارې آی اېس آی له خوا نه د جنگي او پوځي زده کړو تر څنگ د وسلو او پوځي مهماتو مرسته هم ترلاسه کوله. د دغه اسلامي غورځنگ اکثره غړو د پاکستان په اسلامي مدرسو کې زده کړې کړي، چې تر ټولو ډېرو يې د پاکستان د جميعت علمای اسلام له خوا روزل شوي دي.


که څه هم چې دغه سياسي غورځنگ د افغانستان په پلازمېنه کابل باندې واکمن او هېواد يې تر پينځو کلونو پورې چلاوه او خپل حکومت يې د افغانستان اسلامي امارت باله، خو د دوی دولت په رسمي توگه د نړۍ د درې هېوادونو لخوا په رسمي توگه پېژندل کېده، په دغو درې هېوادونو کې د پاکستان، سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو هېوادونه شامل دي. همداراز د طالبانو په وخت کې دغه سياسي غورځنگ د خېبرپښتونخوا په قبايلي سيمو کې خپل نفوذ پيدا کړ او گڼ شمېر کسان يې پلوۍ ته ودرېدل. پدې وروستيو وختونو کې طالبانو خپل يو مهمه لارښود بېت الله محسود د سي آی اې د بې پيلوته آلوتکې په وسلې په نښه کړ چې د دې په نتيجه کې بېت الله محسود ومړ. پاکستان هم د خپلو پښتون مېشتو سيمو په ځپلو سره د طالبانو په وړاندې پوځي عمليات پيل کړي.


طالبانو د خپلې واکمنۍ پر سيمو "د نړۍ تر ټولو سخت دريزه اسلامي شرعي قانون پلي کاوه چې د گڼو مسلمانو هېوادونو لخوا پرې نيوکې وې"، خو د دې سره سره يې ډېر کم ځل په خپلو اندونو کې بدلون او اصطلاحات راوستل. د ۲۰۰۹ ز. کال په مېنځ کې طالبانو د د کندهار په سهېل کې د ombudsman دفتر پرانيسته، چې ډاوېډ کيلکولېن د ايساف د ځواکونو پر وړاندې "د يوه مستقيم چلېنج يا ننگونې" په توگه څرگند کړ.







The Taliban (Pashto: طالبان ṭālibān "students"), alternative spelling Taleban, is an Islamic fundamentalist political movement in Afghanistan. It spread throughout Afghanistan and formed a government, ruling as the Islamic Emirate of Afghanistan from September 1996 until December 2001, with Kandahar as the capital. However, it gained diplomatic recognition from only three states: Pakistan, Saudi Arabia, and the United Arab Emirates. Mohammed Omar has been serving as the spiritual leader of the Taliban since 1994.


While in power, it enforced its strict interpretation of Sharia law, and leading Muslims have been highly critical of the Taliban's interpretations of Islamic law. The Taliban were condemned internationally for their brutal treatment of women. The majority of the Taliban are made up of Afghan Pashtun tribesmen. The Taliban's leaders were influenced by Deobandi fundamentalism, and many also strictly follow the social and cultural norm called Pashtunwali.


From 1995 to 2001, the Pakistani Inter-Services Intelligence and military are widely alleged by the international community to have provided support to the Taliban. Their connections are possibly through Harkat-ul-Mujahideen, a terrorist group founded by Sami ul Haq. Pakistan is accused by many international officials of continuing to support the Taliban; Pakistan states that it dropped all support for the group after 9/11. Al-Qaeda also supported the Taliban with regiments of imported fighters from Arab countries and Central Asia. Saudi Arabia provided financial support. The Taliban and their allies committed massacres against Afghan civilians, denied UN food supplies to 160,000 starving civilians and conducted a policy of scorched earth, burning vast areas of fertile land and destroying tens of thousands of homes during their rule from 1996 to 2001. Hundreds of thousands of people were forced to flee to United Front-controlled territory, Pakistan, and Iran.


After the attacks of September 11, 2001, the Taliban were overthrown by the American-led invasion of Afghanistan. Later it regrouped as an insurgency movement to fight the American-backed Karzai administration and the NATO-led International Security Assistance Force (ISAF). The Taliban have been accused of using terrorism as a specific tactic to further their ideological and political goals. According to the United Nations, the Taliban and their allies were responsible for 75% of Afghan civilian casualties in 2010, 80% in 2011, and 80% in 2012. It is widely believed that the city of Quetta in Pakistan serves as Quetta Shura's headquarter.



  • 1994–1996 (militia)
  • 1996–2001 (government)
  • 2004–present (insurgency)

Ideology: Islamism, Islamic fundamentalism, Takfiri, Strict Sharia law, Pashtun nationalism

Leaders: Mullah Mohammed Omar (founder and spiritual leader)

Area of operations: Afghanistan and northwest Pakistan

Originated as: Students of Jamiat Ulema-e-Islam



20th November 08, 2010-06-28

updated: 2014-04-14

icon Taliban
icon Taliban

ElectionsMeter is not responsible for the content of the text. Please refer always to the author. Every text published on ElectionsMeter should include original name of the author and reference to the original source. Users are obliged to follow notice of copyright infringement. Please read carefully policy of the site. If the text contains an error, incorrect information, you want to fix it, or even you would like to mange fully the content of the profile, please contact us. contact us..

load menu